ساکي: امریکا له افغان کاندیدانو وغوښتل چې له کمیسیونونو سره همکاري وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د افغانستان د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل چې له انتخاباتي کمیسیونونو سره همکاري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي پرون خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتي بنسټونو سره د همکاری په خاطر د دواړو خواوو سره د دوی خبرې روانې دي.

د انتخاباتو د دوهم پړاو له ترسره کېدو دوه ورځې وروسته د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله له کمیسیونونو سره اړیکې پرېکړې او په انتخاباتو کې یې د پراخو درغلیو ادعا وکړه.

د نړېوالو او کمیسیونونو له هڅو سره سره اوس هم عبدالله عبدالله د انتخاباتو په پروسه کې نه دی شامل شوې او ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چاور وزیرجان کري افغانستان کې د جوړې شوې انتخاباتي لانجې د هوارولو لپاره کابل ته راشي.