قوقندي: ډيرژربه ترکمنستان او روسېې نه ۲۰زره ټنه ګاز او تیل افغانستان ته وارد کړو

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، ډيرژربه ترکمنستان او روسېې څخه شل زره ټنه ګاز او تیل هېواد ته وارد کړي ، چې تر څو ورسره په بازارونو کې د تیلو او ګازو بیې هم ټیټي شي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادۍ راډيو ته وویل، د تیلو او ګازو د پیرلو لپاره یې د افغانستان بانک څخه د پنځه میلیونو ډالرو پور غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي قوقندي په وینا، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د څارنوالۍ چارواکي له دو ورځو راهیسي په بازار کې د تیلو او ګازو بیې کنټرولوي او تر وسه څلور هغه شرکتونه تړل شوي چې تیل او ګاز یې په لوړه بیه پلورل.