ولسمشر بارک اوباما د مرکزي امریکا هېوادونو میندو او پلرونو ته خبرداری ورکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د مرکزي امریکا هېوادونو میندو او پلرونو ته خبرداری ورکړ، چې خپل ماشومان دې یواځې مکسیکو ته نه استوي چې له پولي یي په قاچاقي ډول امریکا ته واوړي.

د تیر کال د اکتوبر له میاشتې راهیسي د مرکزي اسیا له هېوادونو شاوخوا ۵۷ زره تنکي ځوانان او نجونې د ښه ژوند په هدف د امریکا د جنوب لویدیځ سرحد څخه امریکا ته تیر شوي دي.

اوباما چې پرون یي په دالاس کې خبرې کولې، دغه راز له کانګرسه وغوښتل چې له ده سره کار وکړي او د ۳،۷ ملیارډ ډالرو بیړنې مرستې غوښتنه یي تصویب کړي ترڅو د مهاجرینو بحران ته رسیدګي وشي.

اوباما دا څرګندونې د تکزاس له ګورنرریک پیري سره له کتنې وروسته وکړې.

په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي د ولسمشرد زیاتو مرستو له غوښتنې سره موافق نه دی.

دوی وایي د اوباما پلان پر هغو تنکیو ځوانانو څرخي چې دی هېواد ته داخل شوي نه د مهاجرت د نوې لړۍ پر بندولو.