مطيع الله ويسا د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ اوسېدونکې دی.
ويسا اوس مهال د هندوستان د پونې په پوهنتون کې د دريم کال محصل دی.
دی له خپل پوهنتونه د رخصتۍ پرمهال دافغانستان د ليرو پرتو سيمو د ښوونځيو پر زده کوونکو باندې د قرطاسيې او قلمونو د وېشلو په فعاليت بوخت دی.
ويسا وايي، چې دی غواړي په هېواد کې بند شوي ښونځي بيرته پرانيستل شي، بې وزلې شاګردان دې ته وهڅول شي چې ښوونځيو ته ولاړ شي او په خلکو کې دا احساس را ژوندی کړي چې له بې وزلو شاګردانو سره مرسته وکړي.
له ښاغلي ويسا سره زموږ همکارې ملالۍ بشير مرکه کړې ده چې په ګډه يې اورو.
Your browser doesn’t support HTML5
ويسا وايي، چې دی غواړي په هېواد کې بند شوي ښونځي بيرته پرانيستل شي