د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوې انتحاري حملې له امله یوولس ماشوم زده کوونکي او دوه پولیس ووژل شول او د یوه پولیس په ګډون ۷ ملکیان ټپیان شول.
د بګرام ولسوالۍ امنیې قومندان محمد معصوم فرزه یي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه انتحاري حمله نن سهار اته نیمې بجې د قلندر خیلو کلي په روغتیایي کلینیک کې وشوه.
فرزه یي زیاته کړه، چې د حمله کوونکي هدف بهرني ځواکونه وو؛ چې په کلینیک کې یې پر زده کوونکو مرستې ویشلې.
نوموړي په دې حمله کې بهرنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.
وسله واالو طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.