"اشرف غني ۵۶.۴۴فیصده او عبدالله عبدالله ۴۳.۵۶فیصده رايي ترلاسه کړي"

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون پرون مازیګر د دویم دور انتخاباتو لومړنی نتایج اعلان کړل. د دې نتایجو له مخې اشرف غني احمدزي د شپږ پنځوس عشاریه څلور څلوېښت فیصده رایو په ګټلو له خپل سیال عبدالله عبدالله څخه چې درې څلوېښت عشاریه څلور فیصده رایې یې ګټلي مخکې دی.