د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د استیناف غوښتنې په دوهمه علني غونډه کې په مرکزي زون کې د دغه کمیسیون د ولایتي دفترونو له خوا هغه موارد و څیړل شول چې؛ د انتخاباتي ټيمونو له خوا یې په اړه د استیناف غوښتنه شوې وه.
په دې غونډه کې د کابل، لوګر، میدان وردګو، غزني، پنجشیر، دایکندي، پروان او کاپيسا ولایتونو پورې اړوند انتخاباتي شکایتونه له سره و څيړل شول.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي د یادو نهو ولایتونو د ولایتي دفترونو د پریکړو د بیا څیړنې په اړه وویل:
"د مرکزي زون د ټولو پریکړو شمیر ۹۴۴ مواردو ته رسیږي، چې یو مورد د ولایتي دفترونو له خوا اخطار، ۸ مورده نغدي جریمې، ۸۳۰ مورده د نه اوریدو قضیې ،۶۶ مورده استثنایې قضیې، ۳ مورده د ابطال قضیې، ۳۰ مورده په بیا شمیرلو حکم شوی و او ۶ مورده هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکونکو د ګوښه کیدو پریکړه شوې وه."
د انتخاباتي ټیمونو له خوا د رای ورکوونې په مرکزونو کې درغلۍ، د انتخاباتو په پروسه کې د پولیس او اردو د چارواکو؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکونکو او سیمه ییزو مخورو مداخلې هغه موارد دي چې؛ د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا بیا وڅیړل شول.
په دې غونه کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون دوه کمیشنران عزیز الله آریافر او نادر محسني او دغه راز د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم استازي موجود نه وو. خو د بشري حقونو د کمیسیون، د تحول او تداوم د ټیم استازي او ځینو ناظرینو پع کې برخه اخیستې وه.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له انتخاباتي کمیسیونونو سره خپلې اړیکې ځنډولي او وایي چې، د دې کمیسیونونو پریکړې به ونه مني.
د انتخاباتي شکایتونو د استیناف غوښتنې په لومړنۍ علني غونډه کې؛ د بلخ، فاریاب، سمنګان، سرپل او جوزجان مربوط دوه سوه او نهه نوي شکایتونه له سره څیړل شوي وو.
په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رییس ستار سعادت د استیناف غوښتنې په دوهمې علني غونډه کې وویل؛ چې دوی په دې علني غونډو کې کومه پرېکړه نه کوي:
"دا د پریکړو غونډي نه دي. یوازې هغه موارد چې په اړه یې د استیناف غوښتنه شوې؛ له سره یې څیړو. په دې اړه درې ډوله پریکړې کیږي. یا د خپلو ولایتي دفترونو پریکړې تاییدو، یا یې تعدیل کوو او یا یې هم ردوو."
د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو تر ترسره کېدو وروسته د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ولایتي دفترونو په لسو ورځو کې انتخاباتي شکایتونه وڅیړل او پایلې یې مرکزي دفتر ته واستولې.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسولین وایي؛ په خپلې راتلونکې علني غونډې کې به د ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو مربوط هغه انتخاباتي شکایتونه وڅیړل شي؛ چې په اړه یې د استیناف غوښتنه شوې ده.