د هرات د فارسي ولسوالۍ امنيه قوماندان او څلور پوليس ووژل شول.
د هرات ولايتي چارواکي وايي قوماندان او څلور نور پوليس هغه وخت ووژل شول چې د دولت د وسلوالو مخالفانو پر کمين برابر شول.
د هرات د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسئول عبدالروف احمدي ازادۍ راډيو ته وويل چې د کمين په نتيجه کې پر امنيه قوماندان سمونيار شېراحمد راکټي بريد شوى چې په نتيجه کې يې دى خپله او څلور نور پوليس وژل شوي او يو پوليس ټپي دى.