د عراق پوځ د هغې ویډیو په اړه څېړنه کوي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته منسوبه ده

د عراق پوځ وايي، د هغې ویډیو په اړه څېړنه کوي چې د عراق او شام د اسلامي دولت یا داعش مشر ابوبکر البغدادي ته منسوبه ده.

دا ویډیو چې د شنبې په ورځ خپره شوه، البغدادي د موصل ښار په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال د وینا په حال کې ښيي.

دې ډلې موصل ښار څو اونۍ مخکې له عراقي ځواکونو څخه ونیو.

د عراق د پوځ ویاند ډګرجنرال قسیم الموسوي پرون وویل پوځي متخصصان د دې ۲‍۱ دقیقې ویډیو په اړه څېړنه کوي څو معلومه کړي چې آیا هغه کس چې وینا کوي په رښتیا البغدادي دی کنه.

د عراق د پوځ ویاند دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د عراق د کورنیوچارو وزارت یوه ویاند سعد مان وویل، دوی د دې ویډیو په اړه څېړنه کړې او ورته معلومه شوې ده چې هسې ټوکې او مسخرې دي.

مان وویل، البغدادي په دې وروستیو کې د عراق د پوځ په هوايي برید کې ټپي شوی او د علاج لپاره سوریې ته لېږدول شوی دی.

په دې ویډیو کې ظاهرا البغدادي په داسې حال کې چې توره لونګۍ او تورې جامې یې اغوستي دي، د اسلامي دولت اجنډا اعلانوي.

بغدادي چې د روانې چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه یې اسلامي خلافت اعلان کړ د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د ده اطاعت دې تر هغه وخته وکړي چې دی د خدای اطاعت کوي.