د خوست والي د ازادۍ راډیو د خبریال احمد زبیر ژمن په مړینه د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
په یوه خپاره کړي بیان کې عبدالجبار نعیمي ویلي:
″احمد زبير ژمن د هېواد يو خپلواک، تکړه او پيژندل شوى ځوان خبريال و، چې غږ او پيغام يې ترهرچا پورې رسيدلى و.″
د ازادۍ راډیو خبریال ارواښاد زبیرژمن پرون سهار د دوه دیرش کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
نوموړې له څه مودې راهیسې د اسلام اباد په یو روغتون کې بستر و.
ټاکل شوې ده چې د اروښاد ژمن د جنازې او تدفین مراسم نن په لوګر کې پرځای شي.