د آرتر په نامه سمندري توپان چې دوهمې درجې توپان ته راټيټ شوی؛ د امریکا ختیځ سواحل یې ځپلي دي.
د امریکا د سمندري توپان ملي مرکز وایي؛ دغه توپان د "نارت کارولاینا" ایالت سواحل وځپل اود باد سرعت یې په ساعت کې ۱۶۰ کیلومیتره و.
په امریکا کې نن عمومي رخصتي ده او خلک له سواحلو څخه ایستل شوي دي.