ډیمپسي: عراقي ځواکونه د بغداده دفاع کولای شي

په داسې حال کې چې د داعش تندلاري د عراق او سوریې تر منځ سرحدي سیمو کې نور پرمختګ هم کړی، د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر د عراق د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې.

جنرال مارټین ډیمپسي د عراق حکومنتي ځواکونو د بغداد په شاوخوا سیمو کې خپله دفاعي وړتیا ډیره کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې؛ اوس مهال دوه سوه امریکایې پوځي سلاکاران په عراق کې حضور لري او د هغه هیواد حالات ارزوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د فریبا ظاهر د راپور غږ