هلمند: وسله وال مخالفان د سنګین ولسوالۍ په ځینو سیموکې لاهم مقاومت کوي

د هلمند چارواکي وایي، چې وسله وال مخالفان د سنګین ولسوالۍ په ځینو سیموکې لاهم مقاومت کوي او ډیر ژر به په دغې ولسوالۍ کې امنیت ټینګ شي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د سنګین ولسوالۍ د هغو سیمو په اړه چې هلته په کې له حکومت مخالفه وسله والو سره جګړه روانه ده.

له دوو اونیو راهیسې په سنګین کې جګړه روانه ده او په دې ترڅ کې د هلمند د چارواکو په وینا د مخالفانو بریدونه په نوزاد، موسی قلعه او کجکي ولسوالیو کې په شا تمبول شوې دي او په دغو دریو ولسوالیو کې اوس امنیت تامنین شوی دی.