د عراق د کردستان سیمي مشرمسعود برزاني اعلان کړی

د عراق د کردستان سیمي مشرمسعود برزاني اعلان کړی چې؛ په څو میاشتو کې به د خپلواکۍ ټول پوښتنه ترسره کړي.

برزاني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې؛ په داسې حال کې چې عراق له وړاندې په سمه توګه په څو برخو ویشل شوی، نو وایې اوس د ټول پوښتنو لپاره مناسب وخت دی.

نوموړي ویلي چې؛ تر اوسه کومه نیټه نه شي ځانګړې کولای، خو وایې دا کار به یقینا په څو میاشتو کې وشي.

دی وایې وروستۍ پریکړه به د کردستان سیمیز پارلمان کوي.

برزاني دغه راز د امریکا غږ ته ویلي چې؛ د عراق اوسنی وضعیت ګډوډ او ویروونکې دی.

برزاني زیاته کړه چې؛ دوی پر ۱۰۵۰ کېلو متره پوله باندې له تروریستانو، افراطي ډلو او ناپیژانو کسانو سره مخامخ دي.

دی وایې، شرایط نوي دي او دی شک لري چې عراق به هغسي پاته شي چې پخوا وو او زیاتوي چې یوازې خدای پوهیږي چې څه به پیښ شي.

د برزاني دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د عراق او شام اسلامي دولت په نوم سني جنګیاليو د عراق په شمال او لویدیځ کې ډیرې برخې لاندې کړي دي.