په کابل کې د هوايي قواوو د افسرانو پر موټر انتحاري حملې ۷تنه وژلي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل پولیس وايي، چې نن سهار د دفاع وزارت د مامورینو پر موټر انتحاري حمله کې اووه تنه وژل شوي او شپاړس ټپیان دي. د کابل د امنیي قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډیو ته وویل، په وژل شوو کسانو کې ملکیان هم شامل دي.