داوري: په روژه کې د مارکیټ د تقاضا د زیاتوالي له امله د اړینو توکو بیه لوړه شوې

د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له اداري مرستیال احمد توفیق داوري سره د لوړو بیو، د بازار په ستونزو او حل لارو خبرې کړي دي.

ښاغلي داوري وایي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د اړینو خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې ځکه یوه اندازه لوړې شوي، چې په بازار او مارکیټ کې تقاضا زیاته شوې ده.

داوري وایي، چې د دوی او کسبګرو یو ګډ کمیسیون په دې کار کوي، چې په کابل کې د موادو بیې کنټرول کړي.

نوموړی ډاډ ورکوي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به بیرته د ټولو خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې ټيټې شي او په خبره یې له هغو کسانو سره قانوني چلند کیږي، چې په خپل سر بیې لوړوي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟