د هغو سني مذهبو وسله والو مشرچې په دې وروستیو کې يې د عراق او سوريي ځیني برخې نیولي، د نړۍ پرمسلمانانو غږ کړی چې د دوي ترکنترول لاندې سیمې ته ورشي او د یوه اسلامي دولت د قیام لپاره مبارزه وکړي.
د عراق او شام د اسلامي دولت په نامه د وسله واله ډلې مشر ابوبکر البغدادي په یوه صوتي پیغام کې چې تیره ورځ خپورشوی ځان د نړۍ د مسلمانانو مشریاد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې عراقي ځواکونو له وسله والو څخه د تکریت ښار د نیولو لپاره خپل عملیات پراخ کړي دي.
وسله والو دوه اونۍ دمخه دا ښار ونیو.