په زرګونو کسانو پرون د درېیو ځوانانو د خاورې ته سپارلو په مراسمو کې د اسراییل په مرکز کې برخه واخیسته.
دغه درې تنه په لویدیځه غاړه کې برمته شوي وو او بیا ووژل شول.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دغو درېیو ځوانانو قاتلان ناوړه کسان وبلل.
اسراییل د دې پیښې مسوولان د حماس ډلې افراطي مسلمانان ګڼي، خو حماس په دې پیښه کې لاس لرل رد کړې دي.
د دغو درېیو کسانو مړي د جون په دیرشمه وروسته تردې پولیسو ترلاسه کړل چې درې اونۍ تري تم وو.
بل لورته د اسراییل پوځیان وایي، چې د حماس د توغندیو په ځواب کې یې جنګي الوتکو په غزه کې دیرش هدفه ویشتلي دي.
په لویدیځه غاړه کې هم اسراییلي پوځیانو د عملیاتو په ترڅ کې یو فلسطینی په مرمۍ وواژه.