وسله والو ننګرهار او لغمان ته د برښنا غځیدلي مزي پرې کړي دي

په لغمان کې سیمه یېز چارواکي وایي چې؛ ننګرهار او لغمان ته د برښنا غځیدلي مزي پرې شوي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي؛ تېره شپه ناوخته د دولت وسله والو مخالفینو د دې ولایت د بادپښ او سروبي ولسواليو ترمنځ سیمه کې د بريښنا هغه مزي پرې کړي؛ چې له نغلو بند څخه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته برښنا لیږدوي.

د ننګرهار او لغمان اوسیدونکو دا عمل سخت غندلی او ویلي یې دي، چې دا کار په دې ولایتونو کې ګرمۍ ته په پام خلکوته ډیرې ستونزې پیدا کوي.