د روسیې د دولتي تلویزیون یو فلم اخیستونکې د اوکراین د ختیځ دونیتسک سیمه کې ووژل شو.
۶۸ کلن اناتولي کلیان هغه مهال په ګیډه کې په ګولۍ ولګیده چې؛ د فلم اخیستونکو ډلې یي هڅه کوله چې په سیمه کې د کېیف د پوځي ځواکونو د یوې قطعې تصویرونه واخلي.
د جون په ۱۷ مه هم د روسیې د دولتي تلویزیون یو خبریال او د صوتي برخې یو انجینیر لوهانسک ښارته نږدې د هاوان په ګولۍ وژل شوي وو.
د اوکراین جمهور رئیس پیترو پوروشینکو له بیلتون غوښتونکو سره د سولې د خبرو په مقصد، د جون په شلمه په سیمه کې اوربند اعلان کړی، خو بیا هم د هېواد په ختیځ کې خال خال شخړې او جګړې روانې دي.