کونړ: د نړېوالو ځواکونو په هوايي حمله کې درې وسله وال مخالفین وژل شوي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د نړېوالو ځواکونو په هوايي حمله کې درې وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل، دا حمله پرون شپه د نړېوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د مرورې ولسوالۍ پر برولو سیمه کړې چې په وژل شویو کې دوه پاکستاني او یو افغان طالب وسله وال شامل دي.

ښاغلی سیدخیل همدا راز وویل، چې پرون شپه د ډیورنډ کرښې له ها غاړې د کونړ پر دانګام او شیګل ولسوالیو ۲۱ راکټي حملې شوي چې چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.