د هند په ختیځ کې ښار چينای کې د یوې ۱۱ پوړیزې ودانۍ د نړیدو له امله ۹ کسان مړه شوې دي.
د ریپوټونو له مخې تر اوسه ۲۵ کسان د دې نړېدلې ودانۍ د خاورو لاندې بند پاتي دي.
د هندي رسنیو د ریپوټونو په اساس د ودانۍ د نړېدو وروسته ۲۷ تنه ژغورل شوي چې؛ ډیری یې د ودانۍ کار کوونکي دي.
پولیس وايي، د دې ودانۍ د جوړونکي شرکت دوه تنه مسوولین د ودانۍ د بې کیفیته جوړولو په تور نیولي دي.