دفاع وزارت: په هلمند کې مخالف وسله وال له ماتې سره مخ شوي دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په هلمند کې وضیعت ښه شوی او د حکومت مخالف وسله وال له ماتې سره مخ شوي دي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې؛ د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي د شنبې په ورځ د ولسمشر کرزي په مشرۍ د امنیت شورا ته وویل؛ د هلمند په جګړه کې یې د حکومت مخالفو وسله والو ته درانه تلفات اړولي دي.

خبر پاڼه وايي چې، په غونډه کې د مخالفو وسله والو له خوا په سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې غندنه وشوه او یو نه بښونکی جنایت وبلل شو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې په نوزاد، موسی کلا او کجکې کې امنیتي وضیعت د ډاډ وړ وباله؛ خو ویې ویل، چې د سنګین ولسوالۍ په ځینو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.

راپورونه وايي چې، د جګړې په سیمه کې دا مهال خلک په ناوړه بشري وضیعت کې دي.

په سیمه کې د لارو د تړول کېدو له کبله خوراکي مواد او درمل نه شته او په ځانګړې توګه په سنګین کې ولسي خلک د خواراکي موادو له جدي کمښت سره مخ دي.

په هلمند کې لس ورځې مخکې له سنګین ولسوالۍ څخه جګړه پیل شوه؛ چې ویل کیدل، د حکومت شا او خوا اته سوه مخالفو وسله والو په کې برخه لرله. وروسته د جګړې لمن د نوزاد، موسی کلا او کجکې ولسوالیو ته هم پراخه شوه.