د ارجنټاین مرستیال ولسمشر په فساد تورن شو

د ارجنټاین د ولسمشر مرستیال په فساد تورن وپیژندل شو.

پر "آمادوبیودیو" دا تور په ۲۰۱۰ کال کې د ده د اقتصاد وزارت په دوره کې د پیسو له یوه چاپوونکي شرکت سره د هغه د یوې معاملې په خاطر لګول شوی دی.

د چاپ دغه شرکت په ۲۰۱۱ کال کې د ولسمشرۍ "کریستینافرنندز" د انتخاباتي کمپاین مواد هم چاپ کړي وو.

بیودیو د ولسشمرۍ لومړنی مرستیال دی چې؛ په ارجنټاین کې د فساد په جرم تورن پیژندل کیږي.

خو بیودیو هر ډول تورونه رد کړي او د استعفي لپاره غوښتنې هم نه دي منلي.