د عراق د کردانو مشر وايي د کردانو د خودمختارۍ حکومت له حاکميته لاس نه اخلي

د عراق د کردانو مشر وايي، پر کرکوک او نورو شمالي ښارونو د کردانو د خودمختارۍ حکومت له حاکميت څخه لاس نه اخلي.

په دغو ښارونو کې د کردستان جنګيالي د سني سخت دريځو په وړاندې په دفاع بوخت دي.

مسعود بارزاني چې پرون د کردستان سيمې په مرکز ايربيل کې د بريتانيا د بهرنيو چارو له وزير ويليم هيګ سره يوه کنفرانس ته خبرې کولې وويل، کرکوک خپل حيثيت اوس ترلاسه کړى دى.

په تېلو شتمن ښار کرکوک هغه لانجمنه سيمه ده چې د عراق کردان يې له کلونو راهيسې په خپله خودمختاره سيمه کې د شاملولو هڅه کوي.

د کرردانو ”پېش مرګه“ ځواکونو د کرکوک په بېلابېلو برخو کې سنګرونه نيولي دي. د عراق پوځ د تېرې مياشتې په لومړيو کې وروسته له هغې له دې ښاره ووت، چې د عراق او شام د اسلامي دولت جنيګاليو هلته سيمې لاندې کړې.

په عين حال کې د عراق مهم شيعه ملا علي السيستاني پرون پر مخالفانو سياسي مشرانو ږغ وکړ چې د نوي پارلمان تر تشکيل مخکې پر بل صدراعظم، د پارلمان پر مشر او ولسمشر يوې موافقې ته ورسېږي.