هند: د غاز د یوه پایپ لاین په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي

په هند کې د غاز د یوه پایپ لاین په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي. چاودنه نن په اندراپرادیش ایالت کې شوې ده.

سیمه ییز چارواکې وایي، د پایپ لاین د چاودنې له امله سخت اور ولیګده او د شاوخوا خلک کورونو پریښودو ته اړ شول.

پایپ لاین د هند د طبیعي غاز دولتي کمپنۍ مربوط دی.