د کندهارد نېښ ولسوالۍ ولسوال علي محمد نن سهار د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د کندهارد امنېي قومندانۍ د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډيو ته وویل، چې پرولسوال علي محمد باند نن سهار ۸ بجې هغه مهال د ماین چاودنه وشوه چې؛ د یوه کلي څخه بل ته پرموټر سایکل روان وو.
د ضیا دراني په وینا په چاودنه کې یوازې ولسوال وژل شوی.
دغه راز په یوه بله پیښه کې نن سهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پرموټر د ماین په چاودنه کې څلور محلي پولیس ووژل شول.
د امنېي قومندانۍ د ویاند په وینا دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې وژل شوو محلي پولیسو د کلف په سیمه کې ګزمه کوله.
تر اوسه د دې چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.