افغانستان د اورګاډي پټلۍ د نړېوال سازمان د غړيتوب په اخستلو سره د اوسپنې پټلیو ادرسونه ترلاسه کړي

افغانستان د اورګاډي پټلۍ د نړېوال سازمان د غړيتوب په اخستلو سره د اوسپنې پټلیو منظم ادرسونه ترلاسه کړي چې؛ له امله به یې د افغان سوداګرو مالونه پر وخت افغانستان ته را رسیږي.

د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ د ادارې رییس یما شمس ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د اوسپنې پټلۍ د همکارۍ سازمان osjd د سوداګرۍ مالونو د انتقال قیمتونه ټاکي او همدا راز سوداګرو ته د مالونو د انتقال په اړه پوره معلومات ورکوي:

″دغه غړیتوب چې موږ ترلاسه کړ د افغانستان ستیشنونو ته ادرس تنظیم شو او اوس کیدای شي د سوداګرو مالونه افغانستان ته تر ازبکستان پورې به د ترانزیت په شکل انتقال شي، نه دا چې مالونه به په میاشتو ولاړ وي او ډیمریج پرې اخیستل کیږي.″

ښاغلی شمس وايي، په osjd سازمان کې د افغانستان غړیتوب د روانې میاشتې په لومړیو کې ومنل شو.

د ښاغلي شمس په وینا تردې مخکې افغان سوداګرو د ګاونډیو هېوادونو په نوم سوداګریز مالونه رالیږدول چې ډېر لګښتونه پرې راتلل.