الشباب وسله والې ډلې په سومالیا کې پرهغه هوټل برید کړی دی چې په کې د افریقايي ټولنې سوله ساتي ځواکونه دیره دي.
د القاعده مربوطه دغه ډله ادعا کوي چې؛ د افریقایي ټولنې یو شمېر پوځیان یې نن د بولوباردي په ښارکې وژلي دي. دغه ښارد مرکز موګادیشو د شمال په نژدې دوه سوه کیلومترۍ کې پروت دی.
دا د الشباب ډلې نوی برید دی، دغه ډله نژدې درې کاله مخکې له مرکز موګادیشو څخه وایستل شوه خولا هم د سومالیا پرځینو برخو کنټرول لري.