د میدان وردګو چارواکي وایي، چې د دې ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د دو وزیریستانیانو په ګډون اته وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د میدان وردګو د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي، چې دغه عملیات تیره شپه د یادې ولسوالۍ په سپین دیوال سیمه کې شوي دي.
ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي، چې په عملیاتوکې د وزیر کوچي په نوم د وسله والو طالبانو یو قومندان هم وژل شوی دی، خو ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.