افغان چارواکې وايي، چې تراته سوه ډیرو طالبانو په هلمند کې برید کړی دی، څوهغه سیمې بیرته ونیسي چې امنیتي چارې یې امریکایي پوځیانو افغان عسکرو ته سپارلي دي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وایي، په تیرو پنځو ورځو کې لږترلږه سل وسله وال، یو ویشت افغان سرتیري او څلویښت ملکيان په دې جګړې کې وژل شوي دي.
د خبرله مخې تردوه زره ډیرې کورنۍ د سنګین، نوزاد، کجکي او موسی کلا په ولسوالیو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبورې شوي دي.
امریکایي ځواکونه د تیرې میلادي میاشتې په لومړیو کې له دغو سیمو ووتل.
لا هم د هلمند په نورو سیمو کې نژدې اته زره امریکایي، بریتانیایي او ګورجي پوځيان شته.