د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفرسپنتا په مشرۍ نن یو پلاوی اسلام اباد ته ځي

ټاکل شوې ده چې؛ د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفرسپنتا په مشرۍ نن یو پلاوی له کابله اسلام اباد ته ولاړ شي.

په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې ترڅنګ پرون د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ارشاد احمدي ازادۍ راډيو ته د سپنتا د سفر د هدف په اړه وویل:

″زموږ د ملي امنیت سلاکارله ځانګړي وړاندیز سره روان دی او ځانګړې هیلې ترې کېږي، البته له دغو هیلو څخه یوه دا ده چې موږ داسې لارې چارې ومومو چې په ګډه له ترورزم سره د مبارزې په برخه کې کار وکړو، همدا راز په دې پوه شو چې؛ د هغو توغندیو اصلي علت څه دی چې د پولي له پورې غاړې په دغه حساس وخت کې پر افغانستان ویشتل کېږي″

پاکستان ته د سپنتا د سفر په اړه مخکې د ولسمشرحامد کرزي او د پاکستان د صدراعظم نوازشریف ترمنځ د ټیلیفوني مکالمې پرمهال موافقه شوې ده.