د حقوقو د پراختیا نړېواله اداره یا ایدلو وايي، چې تردې وروسته به په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ ټولو مرکزونو کې ښځو ته معیاري خدمتونه وړاندې کوي.
د یادې ادارې رییس میري لوشریم نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، ښځو د لاښه خدمتونو حقوقي خدمتونو وړاندې کول او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو څېړل د ښځو د حمایوي مرکزونو د طرز العمل په چوکاټ کې کېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت هیله مندي ښه یې چې؛ د نوي طرزالعمل په عملي کېدو سره به د ښځو د ملاتړ مرکزونو کې د پروژو پلي کول اسانه شي.