احمدي: اوس د پخوا په پرتله د زندانونو وضعیت ښه شوی

د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خانو ریاست له مرستیال جنرال محمد عارف احمدي سره د زندانونو او زندانیانو په وضعیت خبرې کړې دي.

ښاغلی احمدي وایي، چې اوس د پخوا په پرتله د زندانونو وضعیت ښه شوی او د زندانیانو روغتیایي او فزیکي وضعیت ته هم ښه پاملرنه کیږي.

په دې بحث کې د ولسمشرحامد کرزي د هغه فرمان په اړه خبرې شوي، چې د زندانیانو د معافیت په خاطر یې د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د کلیزې په مناسبت صادر کړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟