نن د ناټو او ایساف د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي

نن په بروکسل کې د ناټو او ایساف د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي.

په نننۍ غونډه کې به روان کال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مساله وڅيړل شي او پردې به خبرې وشي چې څرنګه کیدای شي چې ناټو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د اوږدې مودې په مخه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ناټو د اوږدمهاله مرستو لپاره پکار ده چې په لنډ وخت کې له افغانستان سره یوه موافقتنامه لاسلیک شي:

″هیلمن یم چې یوه قانوني موافقتنامه لاسلیک شي، البته له دې سره د انتخاباتو پر اهمیت یو څه تمرکز کیږي چې دغه بهیر په خپل وخت پای ته ورسیږي او د راییو په شمیرلو کې ځنډ رانه شي″

ناټو غواړي چې؛ له نوي افغان منتخب ولسمشر سره دغه موافقتنامه لاسلیک کړي.