ناټو: د عراق او افغانستان تر منځ ښکاره توپیر موجود دی

د ناټو سرمنشي وايي، دا چې عراق نن له امنیتي ستونزو سره مخامخ دی؛ په خپله د هغه هیواد د پریکړو نتیجه ده.

په داسې حال کې چې، د عراق وروستیو پیښو ته په کتو په عمومي ډول داسې اندیښنې راپور ته شوي چې؛ د افغانستان برخلیک به هم د عراق په څیر وي؛ خو بل خوا د ناټو سرمنشي د افغان ځواکونو وړتیا ستایي او همدا د دغو دواړو هیوادونو تر منځ توپیر ګڼي.

اندرس فوګ راسموسن چې د ناټو په مقر بروکسل کې یې د آزادي راډیو له خبریال سره خبرې کولې؛ ویلي چې، له ټولو وړتیاوو سره سره باید د عراق له تجربو څخه یو څه زده شي.

"د عراق او افغانستان تر منځ ښکاره توپیر شته او زه ډاډه یم چې، افغان ځواکونه به وکولی شي، د خپل امنیت بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي. ځکه د افغانستان د انتخاباتو پر مهال ما ولیدل چې دوی څه ډول له امنیتي پیښو سره مقابله وکړه؛ نو ځکه وایم، چې عراق او افغانستان فرق لري، خو بیا هم ټینګار کوم چې د عراق له تجربو څخه باید یو څه زده شي."

د افغانستان او عراق د امنیتي حالاتو د ورته والي اندیښنې وروسته له هغه راپورته شوي چې؛ د عراق او شام اسلامي دولت په نوم په القاعدې پورې تړلي وسله والې ډلې د عراق یو شمېر ښارونه لاندې کړه او د پلازمینې بغداد په لور یې پر مختګ ته مخه کړه.

تر دغو پیښو شاوخوا دوې اونۍ وړاندۍ د امریکا ولسمشر اعلان وکړ؛ د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل تقریباً ټول سرتیري وباسي.

امریکا په پام کې لري چې، د ۲۰۱۴ کال تر پایه خپل ۹۸۰۰ سرتیري په افغانستان کې وساتي چې؛ وروسته به په تدریج سره دا شمېره راکمه شي او تر ۲۰۱۶ کال وروسته به یوازې زر تنه سرتیري په افغانستان کې پاته وي.

د دغه دوه کلن پلان له مخې چې عملي کیدل یې تر ډیره د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک پورې تړلی دی؛ دغه پاته امریکایي سرتیري د افغان سرتیرو د روزني او په کابل کې د امریکا د سفارت د خوندیتوب دنده لري.

بارک اوباما د همدې اعلان پر مهال ویلي وو چې؛ دوی تر یوې لسیزې ډیره موده د افغانستان او عراق پر جګړو باندي تمرکز کړی او په وینایې دا پاڼه باید واړول شي او جنګ ختم شي.

تر ډیره ویل کیږي چې، له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته امنیتي تشه رامنځته شوه او وسله والو مخالفینو استفاده ترې وکړه.

ښاغلي راسموسن پر همدې ټکي ټینګار وکړ او ویې ویل چې، عراق په خپله دا پرېکړه وکړه.

"دا دعراق پرېکړه وه چې، د نړیوالو ځواکونو همکاري ودریدلي او دا د دوی پریکړه وه چې؛ له امریکا سره یې د دوه اړخیزه امنیتي او دفاعي تړون په نه لاسلیک کولو سره خپل سرتیري له ښې روزنې بې برخې کړه.

نو زه فکر کوم په افغانستان کې باید د دې کار لپاره ژر تر ژره قانوني چوکاټ جوړ شي."

د ناټو سرمنشي همدا قانوني چوکاټ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک پوري تړلی بولي؛ خو خوشبیني یې دا وښوده چې، د افغانستان د انتخاباتو دواړو کاندیدانو د بریالیتوب په صورت کې د دغه تړون د لاسلیک کولو ژمنه کړې ده.

بل خوا واشنګټن پسټ هم په خپله یوه مقاله کې لیکلي؛ چې که اوباما له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي او افغان امنیتي ځواکونه ښه روزنه ونه ویني نو؛ دا به طالبانو ته فرصت په لاس ورکړي چې؛ بیا منسجم شي او د کابل په ګډون به نور ښارونه او سیمي بیرته ونیسي، القاعده به بیرته افغانستان ته ورګرځي او پټن ځایونه به پکښي جوړ کړي.

په دې ډول د دوی باور دا دی چې مخالفین به یې دوه اسلامي خلافتونه ولري؛ یو په عراق کې چې د داعش ډلې په کنټرول کې به وي او بل خلافت به د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې وي.

په همدې حال کې د ناټو د سرمنشي ټینګار دا دی چې؛ د افغان ځواکونو د لا ښې روزني او سمبالولو لپاره باید قانوني چوکاټ رامنځته شي؛ تر څو دوی وکولی شي؛ په ۲۰۱۵ کال کې دافغان ځواکونو د روزني ماموریت پیل کړي.