د قاهرې یوې محکمې د الجزیره تلویزیون درې تنه خبریالان له منع شوې اخوان المسلیمن ډلې سره د مرستې په تورهریو په اوه کاله بند محکوم کړل.
استرالیایي تبعه پیترګریست، مصر ټبری کاناډایي تبعه محمد فضل فهیمي او پروډویسربهیرمحمد د هغو شلو تورنو په ډله کې دي چې د محاکمې په اړه یي د نړېوالو غوسه راپارولې ده.
الجزیره تلویزیون چې مرکز یي په قطر کې دی، د محکمې دا حکم یي غندلی او غیرعادلانه یي بللی دی.
د استرالیا صدراعظم توني ابوت Tony Abbott خبریالانو ته وویل، موږ د مصر د محکمې د دغه حکم له امله تکان وخوړ او واقعا ترهیدلې او حیران یو.
سپینې ماڼۍ ویلي، د محکمې حکم د وروستیو تعقیبونو لړۍ ده چې د بشري حقونو له اساساتو او ډموکراټيکي حکومت دارۍ سره اړخ نه لګوي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ ویلي، د محکمې د حکم په اوریدو سخت خپه دی او په لندن کې یي د مصر سفیر احضار کړی ترڅو خپل اعتراض ورته ووایي.