د ازبکستان د ولسمشر لمسي ویلي چې؛ د هغه مورګلناره په غیر رسمي ډول په کور کې نظر بند دی

د ازبکستان د ولسمشرلمسي نن مطبوعاتو ته ویلي چې؛ د هغه مورګلناره کریموا او شپاړس کلنه خور په تاشکند کې په غیر رسمي ډول په کور کې نظر بند دی.

د ازبکستان د جمهور ریس اسلام کریموف لسمی [کشر کریموف] یویشت کلن دی او په لندن کې زده کړې کوي .

هغه پرون د روسیې یوه ټلویزیون ته ویلي چې؛ د جنوري یا فبرورۍ له میاشتې يې له خپلې موراو خور سره نه دی غږیدلی:

[زه له هغوي سره ډير محدود تماس لرم او په جزیاتو نه یم خبر خو په یقین په دې پوهیږم چې زما مور او خور له کور او هیواده د وتلو اجازه نه لري. زما خور حتی بیرته د خپلو زده کړو لپاره نه شي راتلاي.]

د ازبکستان د جمهور ریس لمسي ویلي چې د دې کار ترشا ناڅرګند او پياوړي کسان د دې مسلې شاته لاس لري.

د ازبکستان د ولسمشر لور ګلنارا کریموا په سویدن او سویس کې د پيسو د درغلیو له څو دوسیو سره تړلې بلل شوې ده.