جان کري او د عراق صدراعظم نوري المالکي سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري او د عراق صدر اعظم نوري المالکي سره وکتل او دوه ساعته یې خبرې وکړې.

جان کري وویل، چې خبرې یې ښې وې.

جان کرې په داسې حال کې له عراقي چارواکو سره د خبرو لپاره بغداد ته تللی چې د عراق د خاورې بشپړتیا په وروستیو کلونو کې له تر ټولو ستر ګواښ سره مخامخ بلل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به پرعراقي سیاسي رهبرانو د یوه پراخ بنسټي حکومت جوړولو ټینګار وکړي، خو په واشنګټن کې سرچینې وايي، چې داسې نه انګیرل کیږي چې له صدراعظم نوري المالکي د استعفی غوښتنه وکړي.

جان کري پرون په قاهره کې وویل، واشنګټن غواړي چې عراقیان داسې رهبري غوره کړي چې د ټولو استازیتوب وکړي.

د عراق حکومت د اکثریت شیعه ګانو په لاس کې دی او اقلیت سنیان ځان منزوي ګڼي.

د منځني ختیځ یو ډیرمنل شوی څيړونکی فواد عجمي له سرطان سره تر اوږدې مبارزې وروسته، پرون مړ شو.

عجمې په ۲۰۰۳ (م) کال کې پرعراق د امریکا د حملې ملاتړی او د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د پخواني ولسمشرجورج ډبلیو بوش د ادارې عمده سلاکار و.

عجمي د امریکا له ستنفورد پوهنتون سره همکاري درلوده او په نړېوالو معتبرو ورځپاڼو کې یې د منځني ختيځ د سیاسي حالاتو په اړه لیکنې کولې.

فواد عجمي په خپل یوه مشهور کتاب [عربي نشنلیزم] کې چې په نولس سوه یو اتیا (م) کې چاپ شوی، په منځني ختیځ کې د افراطي افکارو د ودې وړاندوینه کړې وه .

فواد عجمي د لبنان له شیعه ګانو وو خو ډير وخت یې په امریکا کې تیر کړی وو.