د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، طالب وسله وال د شنبې په ورځ د جلال اباد پر هوايي ډګر چې د ناټو پوځي اډه په کې ده څو راکټونه ویشتي دي.
چارواکي وايي، په دې بریدونو کې نه مرګ ژوبله اوښتې او نه یې هم مالي زیان اړولی دی.
وسله والو طالبانو د دې بریدونو مسولیت منلی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼې کې ویلي، چې په پوځي اډه کې یې څو پرلپسې تاکتیکې چاودنې کړي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي ویلي، د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوال بیا ویلي، چې د امریکايي ځواکونو پوځي اډې ته نژدې دوه توغندي لګیدلي دي.
بل خوا د ننګرهار د والي ویاند احمد ضياعبدالزي ازادي راډيو ته ویلي، چې پرون ( د شنبې ورځې ) مازدیګر د هډې د فارم بند ته نژدې پر عمومي سړک د عامه نظم پر پولیسو، چې په موټر سایکل سپاره وو، په سړک کې اېښودل شوی ماین چاودلی دی.
د عبدالزي په وینا په دې چاودنه کې څلورتنه وژل شوي چې؛ درې یې ملکیان دي. نوموړي ویلي چې د عامه نظم د پولیسو یو سرتیري اویو بل لاروی په برید کې ټپیان شوې هم دي.