د افغانستان د سولې عالي شورا پاکستان ته د ملي امنیت شورا د رییس رنګین دادفر سپنتا سفر د سولې د ټینګښت لپره مهم وباله.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان او پاکستاني حکومت تر منځ د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې به په دواړو هېوادونو کې د سولې د ټینګښت په برخه کې مثبت اغیز وکړي.
د سولې عالي شورا غړي قاضي محمدامین وقاد ازادي راډيو ته وویل؛ دا چې افغان حکومت د ملي امنیت شورا د رییس رنګین دادفرسپنتا په مشرۍ یو پلاوی د سولې د ټینګښت په هدف د خبرو په خاطر پاکستان ته لیږي؛ په سیمه کې به د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پرمختګ وشي.
ښاغلي وقاد وویل، هیله من دی چې افغان او پاکستاني چارواکي په داسې یوې تګلارې خبرې وکړي چې؛ د ټروریزم پر وړاندې په مبارزې کې د دواړو هیوادونو ملکیان زیانمن نه شي.
« موږ امیدوار یو دغسې تصمیم ونیول شي چې؛ د وزیرستان د ازادو سیمو او دې خوا ته د خوست او پکتیکا ملکي خلک متضرر نه شي. دې مسالې ته داسې لاره د حل راووځي چې هغه لنډه او اوږده موده کې سولې ته منتج شي او د افغانستان او پاکستان دواړه ملکي خلک او هېوادونه د تروریزم له ښکار نه نجات پیدا کړي."
ښاغلی وقاد وايي، افغان حکومتي چارواکي افغانستان ته د پاکستاني چارواکو له سفر وروسته پاکستان ته د سولې د خبرو په خاطر ورځي او د دې سفر په نتیجه کې به د سولې په برخه کې مهمو پرمختګونو ته زمینه برابره شي.
نوموړي وویل، که څه هم په تېرو سفرونو کې د سولې عالي شورا غړي هم د افغان پلاویو ملګرتیا کړې؛ خو په دې سفر کې دقیقه نه ده معلومه چې؛ د دې شورا کوم غړی به د ښاغلي سپنتا په مشرۍ له پلاوي سره مل وي که نه.
د افغانستان جمهور رییس حامدکرزي د جمعې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې له دیني عالمانو سره په خبرو کې وویل؛ د سولې د ټینګښت په هدف د خبرو لپاره به یو افغان پلاوی پاکستان ته ولاړ شي.
ښاغلي کرزي وویل، د دې پلاوي مشري به د ملي امنیت شورا رییس ښاغلی سپنتا کوي او د سولې خبرې به د بحثونو مهمه اجنډا جوړوي.
"په نن او سبا کې به زموږ د ملي امنیت مشارو ورشي. د دوی د ملي امنیت له مشاور سره به کښیني او دا تګلاره به وسنجوي چې په هغه کې به د سولې پروسه په راس د امورو کې ده. زموږ اول شرط دا و، چې که ته رښتیا مجادله کوي؛ د ټرویرزم په خلاف نو په افغانستان کې د سولې پلوی شه او د سولې کوښښ راسره وکړه او دا به نتیجه ورکړي."
له جمهوري ریاست نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې جمهور رییس کرزي د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره په ټیلفوني خبرو کې موافقه کړې چې؛ له افغانستان څخه به یو هیات پاکستان ته ځي او د سولې د ټینګښت لپاره به د ټروریزم پر وړاندې په ګډې مبارزې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
کارپوهان وايي، له دې مخکې هم په وار وار افغان او پاکستاني چارواکو د سولې د ټینګښت په خاطر سره خبرې کړي؛ خو کومه عملي نتیجه یې نه ده معلومه شوې.
راپور: صفي الله ستانکزی