د مالیزیا په ډوبه شوې کښتۍ کې لږ تر لږه ۵۰تنه سپرلۍ ژغورل شوې

د هغې کښتۍ چې د مالیزیا په لویدیځو سواحلو کې ډوبه شوې وه، له سلو څخه لږ تر لږه پنځوس تنه سپرلي یې ژغورل شوې ده.

مالیزیایې چارواکو ویلي، دغه کښتۍ له اندونیزیا څخه را روانه وه او نیمه شپه د بانټینګ ساحلي ښار ته تقریبا درې کیلومتره نژدې ډوبه شوه.

د ژوندي پاتې شویو د ژغورلو لپاره د پلټونکو کشتۍ سیمي ته استول شوي دي.

په لومړنیو راپورونو کې راغلي وو، چې لږترلږه شپیته تنه په دغه پیښه کې لادرکه دي، خو وروسته بیا پولیسو وویل چې پنځه پنځوس مسافر ژغورل شوي او د ورکو کسانو شمېره ۴۲ تنه ښیي.

چارواکي وايي، په سپرلیو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي او ګمان کوي چې دوي هڅه کوله په غیرقانوني توګه مالیزیا ته داخل شي.