ملګروملتونو د عراق وضعیت ته اندیښنه څرګنده کړه

عراقي ځواکونه د بغداد په لور د یاغیانو د پرمختګ د مخنوي هڅې کوي او ملګرو ملتو په دغه هېواد کې د ستونزو د هواري لپاره د عراق له چارواکو وغوښتل چې؛ د جوړجاړي لپاره دې خبرو ته لاره هواره کړي.

عراقي ځواکونه د عراق او شام د اسلامي دولت د ډلې په مشرۍ له سني افراطیانو سره په جګړه بوخت دي.

یاغیان هڅه کوي چې، د بغداد په لور مخته شي او دوی د بغداد د شمال په شپیته کیلومترۍ کې د بعقوبه ښار ونیو؛ خو وروسته امنیتي ځواکونو اعلان وکړ چې؛ بېرته یې یاغیان له دغه ښاره په شا کړل.

د سیمې خلک او چارواکي وایي چې؛ په دې جګړه کې د یوه زندان د بندیانو په ګډون ګڼ کسان ووژل شول؛ خو دا چې دا کسان چا او څرنګه وژلې دي؛ په دې برخه کې ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.

بعقوبه د دیاله ولایت مرکز دی چې؛ بیلابیلې مذهبي ډلې په کې ژوند کوي او له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۱ پورې چې امریکایي ځواکونه په عراق کې وو؛ په دغه ښار کې سختې شخړې رامنځته شوې وې.

د بغداد په شمال لویدیځ کې څلور سوه شل کیلومتره لرې بیا د تلعفار د ښار اکثر برخې یاغیانو نیولې دي؛ خو لاهم امنیتي ځواکونه د سیمه ییزو وسله والو په مټ د ښار یوه برخه په لاس کې لري.

یاغیانو د عراق دوهم لوی ښار موصل نیولی؛ د تکریت ښار هم له دوی سره دی.

پرون د عراق صدراعظم نوري المالکي یو شمېر امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړل چې؛ په دوی کې د شمالي ولایت نینوا قوماندان هم شامل دی. دا ولایت تر ټولو مخکې یاغیانو ونیو.
زه د عراق له حکومتي چارواکو غواړم؛ د صدراعظم المالکي په ګډون چې د دې ستونزې د هواري لپاره د روغې جوړې هراړخیزو خبرو ته لاره هواره کړي.
مون
د امریکا متحد ایالتونو په بغداد کې د خپل سفارت د ساتنې لپاره ۲۷۵ پوځیان استولې دي.

بل لور ته د عراق د صدراعظم نوري المالکي دفتر پرون په یوه اعلامیه کې عربستان ملامته کړ چې؛ د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم یاغیانو سره یې مالي او معنوي مرسته کړې ده.

تر دې مخکې عربستان او قطر د مالکي په مشرۍ د عراق حکومت ملامته کړی و چې؛ له اقلیت سنیانو سره سم چلند نه کوي؛ ځکه په دې هېواد کې شخړې روانې دي.

له دې سره په یوه وخت د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون پرون په جنیوا کې د عراق پر صدراعظم غږ وکړ چې؛ د شخړو د مخنوي لپاره دې خبرو اترو ته لاره هواره کړي:

"زه د عراق له حکومتي چارواکو غواړم؛ د صدراعظم المالکي په ګډون چې د دې ستونزې د هواري لپاره د روغې جوړې هراړخیزو خبرو ته لاره هواره کړي. تیره اوونۍ ما په ټیلفون له صدراعظم المالکي سره خبرې وکړې؛ د سیمې له چارواکو ترکیې، ایران او نورو سره هم په تماس کې شوم."

بان کي مون وویل، عراقیان که سنيان دی، یا شیعه او یا هم کرد باید یو دولت ولري، یوه بل ته درناوی وکړي او د ملګرو ملتو ارزښتونو تر پښو لاندې نه کړي.