تمه ده چې؛ مصرنن د الجزیره تلویزیون خبریال چې له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسي یي د نه خوړو اعتصاب کړی، خوشې کړی.
عبدالله الشامي چې ویل کیږي روغتیایي حالت يي خراب دی، د هغو دیارلسو بندیانو په ډله کې دی چې د مصر لوی څارنوال یي د روغتیایي دلایلو له امله، د خوشې کیدو پریکړه کړې ده.
الشامي په تیر اوړي کې هغه وخت نیول شوی و، چې پولیسو د لیرې کړاي شوي جمهور رئیس محمد مرسي د ملاتړو لاریون ماتاوه.
په عین حال کې د الجزیره تلویزیون د دریو نورو بندي شویو ژورنالستانو د دوسيي مربوط قاضي به په راتلونکي اوونۍ کې حکم صادر کړي.
له بلې خوا، د مصر صدراعظم ابراهیم محلب نن د نوي حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه او په کابینه کې یي د اقتصادي او امنیتي چارو پخواني وزیران په خپلو څوکیو پاته شوي دي.
په کابینه کې د پانګوالو د جذب په مقصد، نوی وزارت هم ایجاد شوی دی.
محلب نن په قاهره کې د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي په حضور کې لوړه پرځای کړه.
په نوې کابینه کې د بانکي چارو تجربه لرونکی کس اشرف سلمان د پانګونو د چارو د وزیر په دندې ټاکل شوې دی.
د محلب په کابینه کې د نویو وزیرانو په ډله کې په امریکا کې د مصر پخوانی سفیر سامح شکري د بهرنیو چارو د وزیراو د پوهنتون استاد نګلا ال احواني د نړېوالې همکارۍ د وزیر په دندو ټاکل شوی دي.