د افغانستان د دویم ځلي انتخاباتو په اړه نړېوال غبرګونونه

ملګرو ملتونو، ناټو او د امریکا متحدو ایالتونو د امنیتي ګواښونو سربیره د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ په دویم پړاو انتخاباتو کې د افغانانو پراخ ګډون ستایلی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د شنبې د ورځې انتخابات د ډیموکراسۍ په لور د یو مهم ګام په توګه ستایلي دي؛ خو پر انتخاباتي کمیسونونو یې ټینګار کړی دی چې؛ د خلکو رایو ته دې مشروع بڼه ورکړي.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې افغان رای ورکونکي؛ د انتخاباتو د کمیسون کارکونکي او امنیتي ځواکونه انتخاباتو ته په تهعد ستایلي؛ خو ویلي دي:

”په راتلونکو اونیو کې د انتخاباتي کمیسونونو کار په ځانګړې توګه مهم دی.“

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم په یو خپاره کړي بیان کې؛ په انتخاباتو کې د افغانانو پراخ ګډون د دې هېواد په تاریخ کې د ډیموکراسي له اساسي ګامونو بللی دی او ویلي یې دې چې، د امریکا متحده ایالات به د افغانانو تر څنګ ولاړ وي.

بل خوا په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنینګهم هم په انتخاباتو کې د طالبانو د خبردرایو سربیره د خلکو پراخ ګډون په ځانګړې توګه د میرمنو د رای ورکولو هرکلی کړی او د امنیت په ټینګښت کې د افغان امنیتي ځواکونو رول د قدر وړ بللی دی.

جیمز کنینګهم پر انتخاباتي کمیسونونو ټینګار کړی چې؛ خپل کار ته دې په بې طرفه، شفافه او مسولانه توګه دوام ورکړي او له کاندیدانو او د هغو له ملاتړو یې غوښتي چې؛ تر وخت د مخه قضاوتونو او داسې انتقادونو څخه دې چې؛ شواهد ونه لري، ډه ډه وکړي.

په عین حال کې ناټو په یوې خبرپاڼې کې د دې تړون د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن څرګندونې خپرې کړي چې؛ د ولسمشرۍ د انتخاباتو په وروستي پړاو کې یې د میلونونو افغانان ګډون ستایلي او دایې د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ بللې ده.

د ناټو عمومي منشي افغان امنیتي ځواکونه او افغان ادارې هم ستایلي چې؛ د نوموړې په وینا، یې د ستونزو سربیره خپله دنده په ښه توګه ترسره کړه.

ښاغلي راسموسن زیاته کړې ده، دا د افغانستان د راتلونکې لپاره حیاتي ده؛ چې اوس په دې هیواد کې انتخاباتو پروسه په شفافه پراخه او باوري توګه پای ته ورسیږي. نوموړې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې؛ په انتخاباتو کې رغوونکی رول ترسره کړي.

راسموسن همدارنګه د ټاکلو ادارو او سیسټم له مخې په انتخاباتو کې د سرغړاویو د ادعاو څیړل هم مهم بللی او هیله یې ښودلې ده چې، دواړه کاندیدان به د انتخاباتو وروستي نتایج ومني.

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو کې د خلکو ګډون د پام وړ بللی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي یان کوبیش رای ورکوونکي، انتخاباتي کارکوونکې او افغان امنیتي ځواکونه ستایلي او مبارکي یې ورته ویلي.

یان کوبیش د انتخاباتي کمیسیونو له لورې په شفافه او بې طرفه توګه د رای شمیرل او شکایتونو څېړل مهم بللي او ویلي یې دي، دا مهمه چاره باید په داسې ریښتیني او شفافه توګه ترشره شي چې؛ د خلکو رای وساتل شي او د شکایتونو په څیړنه افغانان ډاډمن شي.