افغانان نن په دوهم پړاو انتخاباتو کې خپل ولسمشر ټاکي
Your browser doesn’t support HTML5
نن په افغانستان کې خلک رایې ورکوي؛ څو د ولسمشرۍ په دوهم پړاو انتخاباتو کې ولسمشر وټاکي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي خلکو ته ډاډ ورکوي چې؛ د امنیت له پلوه دې ډاډه وي او رایې دې ورکړي:
په دې انتخاباتو کې د افغانستان د ماليې پخوانی وزیر اشرف غني احمدزی د بهرنیو چارو له پخواني وزیر عبداله عبداله سره انتخاباتو ته دریدلی دی.
تمه ده چې، د دې انتخاباتو نتیجه د جولای په دوه ویشتمه اعلان شي.