نوابي: په شمال زون کې د کال په درېیو لومړیو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې ۵۵ د تاوتریخوالي پیښي ثبت شوي

د بلخ ولایت د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر چارواکي په شمالي زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.

په دغه کمیسیون کې د ښځو د برخې مسووله فوزیه نوابي ازادۍ راډيو ته وویل، د کال په درېیو لومړیو میاشتو کې یې د ښځو پر وړاندې ۵۵ د تاوتریخوالي پیښي ثبت کړي دي.

میرمن نوابي همدا راز وویل، د تیر کال په پرتله سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پيښي ۵۰ سلنه زیاتي شوي دي.

هغې د تاوتریخوالي د پیښو د قربانیانو د دوسیو نه څیړل او په دې اړه د خلکو د پوهي د کچي د ټیټ والی د دې پیښو د زیاتوالي لاملونه وبلل.