اوغلو: که په موصل کې برمته شويو ترک اتباعو ته زيان ورسېد، ترکيه به يي غچ واخلي

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داوود اوغلو وويل، که په موصل کې برمته شويو ترک اتباعو ته زيان ورسېد، ترکيه به غچ واخلي.

د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان له خپلو امنيتي چارواکو سره اضطراري غونډه وکړه او داوود اوغلو د نيويارک سفر نيمګړي پرېښود او بېرته ترکيې ته وګرځېد.

د ترکيې حکومت وايي چې وسله والو په موصل کې د ترکيې له قونسلګرۍ د قونسل په شمول ۴۸ تنه نيولي دي.

دا هم ويل شوي چې هغوي د دوشنبې په ورځ ۲۸ ترک موټرچلوونکي هم نيولي ول.