په پکتيا کې د تحول او دوام نه بېلابېل د ملاتړ غونډې جوړې شوې

د چهارشنبې په ورځ د بېلابېلو ډلو ټپلو له لوري په پکتيا کې د تحول او تدوام ټيم څخه د ملاتړ غونډې جوړې شوې.

د چهار شنبې په ورځ د پکتيا په مرکز ګردېز کې د لومړي پړاو د ټاکنو د نوماند زلمي رسول د امنيت مسول نقيب خان توتاخېل، د ولايتي شورا نږدې ۵۱ نوماندانو او د سېدکرم قومي شورا د تحول او دوام ټيم د ملاتړ اعلان وکړ.

په دغو بېلابېلو پروګرامونو کې ټولو ژمنه وکړه چې دوی به د پکتيا په هره برخه کې خلک د ټاکنو په ورځ رايې کارونې مرکزونو ته راوباسي .

د ملاتړ دغو غونډو په اړه د تحول او دوام ټيم ولايتي مسولينو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې سره به په ټوله پکتيا کې د خلکو ګډون په ټاکنو کې زيات شي.

نقيب خان توتاخېل چې د تحول او دوام ټيم نه يې د ملاتړ په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وويل چې دی به د ټاکنو په ورځ د ټولو امنيتي ستونزو د هواري لپاره له خپلو ټولو همکارانو سره يو ځای د دې ټيم مرسته وکړي :

”زه په لومړي وار انتخاباتو کې د زلمي رسول ولايتي امنيتي مسول وم، دا ځل به د تحول او دوام ډلې سره په ټولو امنيتي مسايلو کې مرسته کوو او دا به مو کلک هوډ او ژمنه وي“

د پکتيا ولايتي شورا لپاره له ۶۴ کانديدانو څخه نږدې ۵۱ کانديدانو د خپل ملاتړ په غونډه کې وويل چې دوی به په ټولو سيمو کې خلک دې ته وهڅوي چې رايه کارونې لپاره د رايو مرکزونو ته راووځي.

د ولايتي شورا د کانديدانو په استازولي مخکښ کانديد جهاد احمدزي وويل چې دوی په خپلو کې پرېکړه کړې چې د دويم پړاو په ټاکنو کې د تحول او دوام په ګټه خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره راوباسي:

” نن څه د پاسه ۵۰ د ولايتي شورا کانديدانو د تحول او دوام ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ټولو ژمنه وکړه چې خلک به در ايو مرکزونو ته هڅوي، چې دغه ټيم به په دې اساس په کلک باور وايم چې د پکتيا ۹۹ فيصده رايه ترلاسه کړي، ځکه ولايتي شورا کانديدان به يې په ګټه کار وکړي“

ده دا هم وويل چې د دوی کار به ځکه ګټه وکړي، چې پکتيا کې بېلابېلې ګنګوسې دي چې خلک به د تېر ځل په نسبت دا ځل ځکه په ټاکنو کې کم ګډون کوي چې د ولايتي شورا کانديدان نشته چې د خلکو دې خبرې ته د ځواب لپاره به ټول ولايتي شورا نوماندان خپلو سيمو ته ځي او خلک به رايې کارونې ته هڅوي.

د توتاخېلو قومي شورا هم د يوې غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې د تحول او دوام ډلې ملاتړ اعلان کړ چې د پکتيا ټولې قومي شوراګانې، سياسي حزبونه او بېلابېلې ډلې په دې ټيم کې سره رايوځای شوې وې او يوازينۍ ډله چې لا يې په رسمي ډول د چا ملاتړ نه و کړی، د چهارشنبې په ورځ يې د يوې غونډې په ترڅ کې د دې ټيم ملاتړ اعلان کړ.

راپور – داود تپان – پکتيا