پاکستان پرون (دوشنبه) د افغان حکومت هغه ادعا رد کړه چې؛ ګوندې دې هېواد د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر کاندید عبدالله عبدالله د تیرۍ اونۍ برید کې لاس درلود.
د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو له دوو کاندیدانو یو کاندید عبدالله عبدالله له دې بریده روغ ووت؛ خو دولس تنه نور په کې ووژل شول.
کابل بهرنۍ استخبارات چې اشاره یې پاکستان ته وه په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړل.
د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا د دې برید په اړه وویل چې؛ بهرنیو استخباراتو د لشکر طیبه د وسله والې ډلې په وسیله د یوې تنظیم شوې طرحې له مخې غوښتل د افغانستان انتخابات ګډوډ کړي.
لشکر طیبه یوه پاکستانۍ وسله واله ډله ده.
خو پرون (دوشنبه) د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم په یو بیان کې ویلي؛ موږ په دې برید کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه هر ډول ادعا په سخته ردوو.
تسنیم اسلم زیاته کړې، پاکستان پر دې بې مسوولیته تورونو ډیرې خواشینی دی او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ هغه مثبته فضا خرابوي چې؛ په ورستیو څو میاشتو کې د پرلپسې هڅو په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.
ویل کیږي چې، د لشکر طیبه په نوم پاکستانۍ وسله والې ډلې په دې وروستیو کې په افغانستان کې فعالیتونه زیات کړي؛ افغان چارواکو څه موده مخکې په هرات کې د هندوستان پر قونسلګرۍ برید کې هم دا ډله پړه بللې وه.